مصنوعي ځیرکتیا او نړیوال امنیت ته یې ګواښوونه


لیکوال عزیزاحمد فضلي

پیلیزه
د بشر په ژوند کې د ځینو نویو علومو او ټیکنالوژیو چټک پرمختګ او په ورته وخت کې اغېز مخ په زیاتېدو دی.  په داسې حال کې، چې د ساينس او ​​ټکنالوژۍ پرمختګ مثبتې او سوله ييزې اغېزې لري، د پوځي او غير سوله ييزو موخو لپاره هم کارول کېدای شي او له بېلابېلو لارو نړيواله سوله او امنيت ننګولی شي. یو له دغو نویو ساینسي ډګرونو څخه مصنوعي هوښیارتیا(ځیرکتیا) ده، چې د نړیوالو اړیکو او امنیت په برخه ستر رول لوبولای او په دې حوزه کې ددې ټیکنالوژي له پامه غورځول، د یو ستر خطر په توګه مطرح کېدای شي. په لومړي سر کې داسې ښکارېده، چې د مصنوعي ځیرکتیا په څېر تخصصي ساحه د نړیوالو اړیکو او نړیوال امنیت سره لږ تړاو لري، خو په دې برخه کې د ځينو هېوادونو چټک حرکت ښيي، چې دا نظر سم نه دی. 

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي٬٬ هغه هېوادونه، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې له نورو هېوادونو مخکې شي، په راتلونکي کې به د نړۍ مشري وکړي٬٬. چین او متحده ایالات دوه هغه هېوادونه دي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د لوړ پرستېژ لپاره سخت سیالي لري.  چین په رسمي توګه اعلان کړی، چې تر (۲۰۳۰) م کال پورې به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړۍ مشر شي او د دې هدف لپاره یې د مصنوعي ځیرکتیا د بېلابېلو پروژو پلي کولو ته(۳۰) میلیارده ډالره ځانګړي کړي. د (CNBC) د شمېرو له مخې، په (۲۰۱۷) م کال کې د امریکا حکومت، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې شاوخوا (۴.۴) میلیارده ډالره پانګونه کړې.

د (۲۰۱۹) م کال په فبروري کې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د مصنوعي ځیرکتیا د نوښت پلي کولو اعلان وکړ، تر څو د څېړنې او پراختیا، زېربنا، حکومتدارۍ او سیاست، کار او بین المللي تعاملاتو په برخو کې، له سیالو هېوادونو د شاته پاتې کېدو جبران وکړي.

په لنډه توګه، مصنوعي هوښیارتیا د ماشینونو د تولید لامل کېږي، چې د زده کړو، پېچلو حالاتو درک کولو، فکر کولو، استدلال او ځوابونو چمتو کولو توان لري. په ښکاره ډول هغه هېوادونه، چې داسې ماشینونه او نظامونه لري، کولای شي په نړیوال نظام کې د قدرت انډول په خپله ګټه بدل کړي او د خپلو دښمنانو د ډارولو لپاره نوي اتحادونه جوړ کړي.

هغه هېوادونه، چې د مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه پورته کوي، د ډېرو پروسس شویو معلوماتو او خورا پراخه تحلیلي ځواک په کارولو سره به، د نورو هېوادونو سره په سیالۍ کې بریالي او د زیاتې ګټې څښتنان وي.

د مصنوعي ځیرکتیا لپاره واحد او په نړیواله کچه منل شوی تعریف شتون نلري، په عموم کې، دا اصطلاح د ماشین په واسطه د وړاندوینې، پرېکړې کولو، د کړنو د حل موندلو زده کولو وړتیا ته اشاره کوي. لکه د انسان د عقل په څېر په ورته وخت کې، په دې مفهوم کې نورې فرعي څانګې هم شاملې دي، لکه د معلوماتو تحلیل، د انځور او ژبې پروسس کول، عصبي شبکې، مصنوعي ځیرکتیا او د ماشین زده کړه. په مختلفو ټولنیزو او اقتصادي پروژو کې د مصنوعي ځیرکتیا د ګټورې کارونې له امله، په سیاسي او امنیتي برخو کې د هغې کارونه هم ورځ په ورځ زیاتیږي. (ریچارډز، ایل، سیپری: سټاکهولم، نومبر ۲۰۲۰)

په سیاسي او امنیتي برخو کې ددې تکنالوژۍ کارونه، د نړیوال امنیت او سولې لپاره په دوو (سخت ځواک او نرم ځواک) اړخونو کې ګواښونه پېښولی شي.

مصنوعي ځیرکتیا او سخت ځواک

سخت ځواک د نورو سیاسي واحدونو د چلند یا ګټو د اغېزمن کولو لپاره، د نظامي او اقتصادي وسایلو کارولو ته ویل کیږي. د سیاسي قدرت دغه بڼه اکثراً جارحانه (جبرانه) وي او هغه وخت اغېزمنه وي، کله چې د یوه سیاسي لوبغاړي له خوا د بل داسې لوبغاړي پر وړاندې وکارول شي، چې نوموړی د پوځي یا اقتصادي ځواک له پلوه کمزوری وي. (https://ps.m.wikipedia.org)

د حکومتونو لخوا د مصنوعي ځیرکتیا کارول به د نړیوال امنیت په ډګر کې مهمې پایلې ولري، که چېرې یو حکومت په دې برخه کې زیات ځواک ولري، کولی شي، چې د نورو هېوادونو شتون وګواښي؛  د مثال په توګه، موږ کولی شو د مصنوعي ځیرکتیا څخه په ګټې اخیستنې سره پرته له دې، چې د سرتېرو او وسله والو ځواکونو مستقیمې مداخلې او کنټرول ته اړتیا وي، خپلواکې وسلې(روباتیک جنګیالي او په تکنالوژي سمبال جنګي وسایل)  ډیزاین، تولید او ور څخه کار واخلو.  دا ډول وسلې د خپل بډایه ځیرکتیا په اساس په اتوماتيک ډول هدف تر څار لاندې نیسي او تر حتمي ویجاړولو پورې یې تعقیبوي، له همدې امله هغه هېوادونه، چې له دې تکنالوژۍ ګټه پورته کوي، په نړیواله کچه به د ځواک انډول بدل کړي.

داسې انګېرل کېدای شي، چې ځينې ګاونډي هېوادونه، چې له لسيزو راهيسې ناحل شوې ځمکنۍ شخړې لري، له دې نوې تکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستو  پر يو بل برتري ترلاسه او د سيال پوځي ځواک له منځه يوسي. 

د مصنوعي ځیرکتیا وسلو پرمختګ کولی شي، د غیري دولتي لوبغاړو ویجاړونکي رول سره هم مرسته وکړي، چې د دولتونو برعکس، په نړیوال ډګر کې په شفاف او مسؤلیت پذیره عمل کولو سره مکلف نه دي؛ د بېلګې په توګه: دا فعالین او په ځانګړې توګه ترهګرې ډلې پرته له دې، چې روښانه هویت ولري، کولی شي په چټکه او ارزانه توګه د خپلو مخالفینو د وژلو او بې کنټروله نړیوالې ګډوډۍ د پیل کولو لپاره سمارټ او ارزانه بې پیلوټه الوتکې وکاروي. د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ، وسلې غیر دولتي لوبغاړو ته دا اجازه ورکوي، چې د نړۍ د کلاسیکو پوځونو د لویو نظامي تجهیزاتو په وړاندې ودرېږي، چې لا تر اوسه په دې ټیکنالوژۍ سمبال نه دي او هغه بریالیتوبونه ترلاسه کړي، چې مخکې یې تصور نه کېده. (کافی, ۱۴۰۱)

مصنوعي ځیرکتیا او نرم ځواک

نرم ځواک یو نه محسوسېدونکی ځواک دی، چې د هغه سرچېنې مذهب، ارزښتونه، باورونه، ایډیالوژۍ او پوهه ده. د هارورډ پوهنتون استاد جوزف نای په (۱۹۹۰م) کال کې د امریکا د قدرت په بڼه کې د بدلون په نوم نرم ځواک معرفي کړ. هغه څه چې نرم ځواک ته یې وده ورکړې، له یوې خوا د نړیوال سیاست او د نړۍ د عامه افکارو د پیچلتیا په رڼا کې د "سخت ځواک" د جوړولو لپاره د منابعو نشتوالی او د هغې د کارولو درانه لګښت، په ځانګړې توګه پوځي ځواک دی، چې له همدې امله د نړۍ ډېری لوی او کوچني هېوادونو په نرم ځواک باندې ځانګړی ټینګار کوي. په عین حال کې د کوچنیو هېوادونو لپاره د نرم ځواک جذب ډېر څرګند شوی، ځکه چې دوی معمولا د جیوپولیټیک دلایلو لپاره زیان منونکي دي او په ورته وخت کې د سخت ځواک د جوړولو لپاره لږې سرچېنې لري. نرم ځواک د هېوادونو په کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو ولاړ دی، چې کولی شي د نورو هېوادونو عامه افکار، سیاستوال او حتی د هغوی حکومتونه په نښه کړي او تر خپل تاثیر لاندې یې راولي. (فضلی, ۱۴۰۱)

د مصنوعي ځیرکتیا د وسلو کارولو پر بنسټ به جنګونه یوازې په فزیکي ډومینونو پورې محدود نه وي او د ډېرو سختو او وژونکو سایبریايي جګړو لامل به شي؛  د مثال په توګه: هېوادونه او غیر دولتي فعالین به وکولی شي داسې ماشینونونه او وسایل ډیزاین کړي، چې په اتوماتيک ډول د دښمن هېواد مهمې زېربناوې، مرکزي قومندانۍ او کنټرول سیسټمونه تر تاثیر لاندې راولي او دا هڅه به کوي، چې ویروسونه ایجاد کړي، تر څو د خپل دښمن هدف مرکزونو ته یې خپاره کړي.

د مصنوعي ځیرکتیا ساحه به د رسنیو او تبلیغاتو حوزې ته هم وغځول شي. د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه د رواني جګړې د پیلولو لپاره هم کارول کېدای شي. په نښه شوي هېوادونو کې د عامه افکارو د سمبالولو لپاره د غلطو خو اغېزمنو خبرونو ډیزاین، د جعلي خبرونو او معلوماتي ویډیوګانو تولید او داسې نور.  مصنوعي ځیرکتیا دا ممکنه کوي، چې داسې ویډیوګانې ډیزاین کړي په کوم کې، چې هره وینا یو مشهور شخص او سیاستوال ته منسوب کېدای شي او دا ممکنه ده، چې د افرادو د مخ څرګندونې او غږونه سره ورته کړي، تر څو دوی ته منسوب شوي جملې د باور وړ شي؛  د بېلګې په توګهة د دې ټکنالوژۍ په کارولو سره، دا ممکنه ده، داسې جعلي ویډیو جوړه کړي، چې په هغه کې د یو هېواد ولسمشر د بل هېواد په وړاندې سخت بریدونه تنظیموي او د هغه هېواد د چارواکو په وړاندې نامناسبې څرګندونې کوي. دا ډول کړنې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره نه جبرانېدونکې پایلې لري او د هېوادونو لوړپوړي چارواکي هڅوي، چې د احساساتو په پارولو سره داسې کارونه وکړي، چې خپلې ملي ګټې او نړیوال امنیت په خطر کې واچوي. (تحولات, ۱۴۰۱)

موږ په بېلابېلو هېوادونو کې د ولسمشرۍ، پارلماني او نورو ټاکنو په مناسبت په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو جعلي خبرونو په خپرولو سره، د نرم ځواک او رسنیو په ډګر کې د مصنوعي ځیرکتیا د ناوړه ګټې اخیستنې د لومړنیو اغېزو شاهدان یو.  په دې برخه کې تر ټولو جنجالي پیښه د امریکا د (۲۰۱۶) م کال د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې په څو میاشتو کې رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې یې د هیلري کلنټن د له منځه وړلو په هدف ډېر جعلي خبرونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره شول او وروسته ادعا وشوه، چې د دې خبرونو لویه برخه او معلومات د کاروونکو لخوا سپانسر شوي، چې د روسیې حکومت په انټرنیټ کې خپاره کړي. دا ډول پېښې کولی شي د لیبرال ډیموکراسۍ پر بنسټ، د سیسټمونو فعالیت او د ټاکنو ترسره کول ګډوډ کړي او په مختلفو هېوادونو کې په سیاسي سیسټمونو او د دوی په ټاکل شوي چارواکو باندې د خلکو باور کم کړي. (خرازی, ۱۴۰۱)

د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژۍ د سیسټمونو هېک کولو هڅه هم یو جدي خطر دی، ممکن د هېک کولو له لارې د یو هېواد نظامي او اقتصادي سیستم فلج او د نوموړي هېواد روبوټیکې وسلې، د همدې هېواد دښمن یا هم نړیوالو ترورستي ډلو ته په لاس ورشي، چې کولی شي همدا وسلې او سیستم د همدې هېواد د امنیت ترڅنګ د نړیوالې سولې او امنیت په وړاندې وکاروي او نړیوال امنیتي بحران رامنځته کړي.

 له بلې خوا په ټولنو کې د مصنوعي ځیرکتیا ډېر کارول، د خلکو د یوې لویې برخې د پراخې بېکارۍ لامل کېدتی شي، چې ساده خدمتي دندې لري او دا کولی شي، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ورو ورو د ټولنیزې ناکرارۍ لپاره بنسټ چمتو او بلاخره د نړیوال امنیتي بحران لامل شي.

پایله

د بشر په ژوند کې د ځینو نویو علومو او ټیکنالوژیو چټک پرمختګ او په ورته وخت کې اغېز مخ په زیاتېدو دی.  په داسې حال کې، چې د ساينس او ​​ټکنالوژۍ پرمختګ مثبتې او سوله ييزې اغېزې لري، د پوځي او غير سوله ييزو موخو لپاره هم کارول کېدای شي او له بېلابېلو لارو نړيواله سوله او امنيت ننګولی شي. یو له دغو نویو ساینسي ډګرونو څخه مصنوعي هوښیارتیا(ځیرکتیا) ده، چې د نړیوالو اړیکو او امنیت په برخه ستر رول لوبولای او په دې حوزه کې ددې ټیکنالوژي له پامه غورځول، د یو ستر خطر په توګه مطرح کېدای شي. په مختلفو ټولنیزو او اقتصادي پروژو کې د مصنوعي ځیرکتیا د ګټورې کارونې له امله، په سیاسي او امنیتي برخو کې د هغې کارونه هم ورځ په ورځ زیاتیږي.

په سیاسي او امنیتي برخو کې ددې تکنالوژۍ کارونه، د نړیوال امنیت او سولې لپاره په دوو (سخت ځواک او نرم ځواک) اړخونو کې ګواښونه پېښولی شي.

که چیرې د مصنوعي ځیرکتیا وسیلو د فعالیت او پالیسۍ اړوند قوانین رامنځته نشي، د انسان د ژوند دوام به په خطر کې وي. ځکه، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ اتومات وسلې د مخکې ټاکل شوي هدف د له مینځه وړلو پورې نه دریږي، چې په پایله کې به د نظامي جګړې ډیزاین بدل او پایله به یې خورا خطرناکه وي، په نړۍ کې به د وژونکو مصنوعي ځیرکتیا وسلو کارول او تولید په یوې نامحدودې سیالۍ واوړي، چې د انسانیت له مرګ او تباهۍ پرته به بله پایله ونه لري. د مصنوعي ځیرکتیا تکنالوژي د تولید او ګټې اخیستنې په  برخه کې په ملي او نړیواله کچه د قوانینو جوړول مهمه مسئله ده، تر څو ددې ټکنالوژۍ د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندیښنې کمې او ملتونه په یو خوندي او ډاډمن چاپیریال کې ژوند تېر کړي.

 

عزیز احمد فضلي له پکتیا پوهنتون څخه د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی، او دا مهال په خاتم النبیین پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د دویم سمستر محصل دی.

 

 

هغه څیړونکي، کارپوهان او اکاډمیک کسان چې غواړې د افغانستان، سیمې او نړۍ د ستراتیژیکو مسایلو په اړه خپلې علمي مقالې په دې پاڼه کې خپرې کړي، کولای شي چې له موږ سره په لاندې بریښنالیک اړیکه ټینګه کړي.
: opinions@aissonline.org 
دا مقاله د انسټیټیوټ رسمي نظریاتو پورې تړاو نلري.



نظریات